Asset 1SWN

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس ومړ

Pope-Francis

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس نن سهار دوشنبه، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل ۲۱مه د ۸۸ کلونو په عمر واتیکان کې ومړ.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، هغه له څه مودې راهیسې روغتون کې بستر او تر درملنې لاندې وو.

واتیکان د نوموړي د مړینې خبر تایید کړی دی.

پاپ د رومن کاتولیک کلیسا لومړنی لاتیني امریکای مشر و او په خپل ۱۲ کلن مزل کې له بېلابېلو ناروغیو سره لاس او ګرېوان و.

پاپ فرانسیس وروستی ځل د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌‌ډي ونس سره لیدلي اوو او تېره ورځ یکشنبه یې د «پاک اختر» مراسمو کې هم ګډون کړی وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه تر مړه کېدو وروسته، کاردینال فارل به د کامرلنګو په توګه د واتیکان موقت مسوولیت په غاړه واخلي او د «نوي پاپ غوره» کولو پروسه به پیل شي.

د مالوماتو له مخې، د نړۍ په سطحه د کاتولیکانو نفوس څه باندې یو میلیارد او ۴۰۰ میلیون کسان اټکل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام