د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي، ياد درې ورځني کمپاين کې به شاوخوا ۲ لکه او ۳۰ زره تر پينځه کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي.
د پکتيا د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر عبدالهادي هادي نن یکشنبه د ياد کمپاين د پرانيستې مراسمو ته وويل چې ياد کمپاين به جماعتونو کې ترسره شي.
هغه د پوليو واکسين له ټولو تطبيق کوونکو کسانو وغوښتل چې دغه واکسین په ښه توګه تطبیق کړي.
ورته وخت کې سويل ختيځ زون کې د پوليو واکسين مسول ډاکټر احمد ګل بيا انديښنه څرګنده کړه چې له پاکستانه هېواد ته د راستنېدونکو کورنيو ماشومان تر نورو ډېر د ګوزڼ له خطر سره مخامخ دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وويل، پاکستان کې د پوليو پېښې زياتې دي، نو له دې امله په ګوزڼ ناروغۍ د راستنېدونکو کورنيو د ماشومانو اخته کېدو وېره زياته ده.
د مالوماتو له مخې پکتيا کې له ۲۰۱۲ ميلادي کال را هيسې کومه د ګوزڼ پېښه نده ثبت شوې ده.
ګوزڼ یا «پوليو» يو خطرناکه ناروغي ده چې لومړی د ماشومانو په عصبي سیستم حمله کوي او وروسته يې د وجود ځينې برخې فلج کوي.



