د راپورونو پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو د جمعې له سهار راهیسې د غزې شمال او سویلي سیمو کې د بېځایه شویو پر کمپونو او خیمو پراخ بریدونه کړي چې درنه مرګژوبله یې اړولې.
روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي چې د اسراییلو دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او تلفات لا هم مخ په زیاتېدو دي.
راپورونو کې ویل شوي چې د غزې خلک د اسراییلو د بې رحمانه بمباریو په دلیل له رواني پلوه مات شوي او د مرستو رسولو په پروسې د بندیز له امله، د خپلو ماشومانو لپاره خواړه نهلري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم خبرداری ورکوي چې غزه اوس خوراکي توکو ته اړتیا لري ځکه چې سلګونه زره خلک د لوږې له خطر سره مخ دي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، له ۱۸ میاشتو راهیسې پر غزې د اسرائیل بریدونو کې لږ تر لږه ۵۱ زره ۶۵ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۶ زره ۵۰۵ نور ټپیان شوي دي.



