د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن (چهارشنبه، وري ۲۷) وروسته له غرمې د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته روان شو.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیت او راکړې ورکړې په برخه کې د خنډونو ارزول او لرې کول او هغه هېواد کې د افغان کډوالو په تړاو پر ننګونو بحث او خبرې، د دغه سفر له موخو څخه دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نورالدین عزیزي سره دغه سفر کې د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت، د چارو ادارې، د ترانسپورت او هوايي چلند او د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارتونو او د کرنیزو تولیداتو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي ملتیا کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوی داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ یوه پلاوي هم نن چهارشنبه کابل ته سفر کړی دی.



