Asset 1SWN

لغمان کې د ۲۹۵ میلیون افغانیو په ارزښت د پروژو چارې پیل شوې

یییییی

د لغمان د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي عبدالظاهر زرکمر وویل، د دغه ولایت په علینګار  ولسوالي کې د ۲۹۵ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۶۱ پروژو چارې پیل شوې.

د هغه په وینا، دغه ۱۶۱ پروژې د الینګار ولسوالي بېلا بېلو سیمو کې پلي کیږي چې په یادو پروژو کې له چینچار پل څخه د ساو او کلمان درې تر پولو پورې ۱۵ کیلو متره سړک په کانګریټي جوړول، د فرعي سړکونو ترمیم، د واشونو او پلچکونه جوړول او محافظوي دیوالونه شاملیږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د مالوماتو له مخې، یادې پروژې د یونپس او نړیوال بانک په مالي مرسته د «ډاکار» DACAAR موسسې لخوا تطبیق کیږي چې چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د دغو پروژو د پرانیستې مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست شیخ محمد یونس اخندزاده هم ګډون کړی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام