د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د کوچني اختر پنځو ورځو پرمهال شاوخوا ۳۰زره کورنیو سیلانیانو د یاد ولایت له تفریحي او تاریخي سیمو لیدنه کړې ده.
د اطلاعات او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو امر رحمتالله رحیمي سلاموطندار ته وايي، یاد سیلانیان د ګلغونډۍ، د جبلالسراج شاهي ماڼۍ، د توپدرې ستوپه، د بګرام کافر کلا، غوربند درې، سالنګ درې، د ګلبهار عمومي باغ، صیاد علیا او نورو سیمو ته ورغلي دي.
د رحیمي په وینا، د اختر ورځو پرمهال د سرپرست حکومت یوشمېر لوړپوړي چارواکي هم دغه ولایت ته ورغلي دي.
د پروان د اطلاعات او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو امر رحمتالله رحیمي دغه ولایت ته د سیلانیانو د ورتګ لامل د امنیت ټينګښت او د پروان زرغونتیا په ګوته کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ

په ورته مهال پروان ته د کورنیو سیلانیانو ورتګ نهیوازې خلک د یاد ولایت له دود او تاریخي سیمو سره اشنا کېږي، بلکې د سیمې خلکو اقتصادي وده او غوړېدا کې هم خورا رول لري.
پروان پلازمېنې کابل ته پروت نږدې ولایت ته دی چې پراخې شنې سیمې او تاریخي ځایونه لري چې د اختر سربېره، د نوي کال پرمهال هم سیلانیان د تفرېحې او چکر لپاره دغه ولایت ته ورځي.