ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت د شینواري ولسوالي «دره قولهیر» سیمه کې یو رنجر موټر له سړک څخه اوښتی او چپه شی چې ۲ نظامیانو په کې ژوند بایللی او ۶ نور ژوبل دي.
د پروان د دویمې پلي لوا مطبوعاتي مسوول یاسر عمر نن دوشنبه سلاموطندار ته وویل، دغه رنجر موټر ګزمه کوله چې سړک څخه اوښتی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ویل شوي چې مړو کې یو ملکي او بل نظامي دی او ټپیان بیا ټول نظامیان دي.
د سړک خرابوالی د پېښې رامنځ ته کېدو لامل بلل شوی او ژوبل کسان هم د درملې لپاره د کابل ۴۰۰بستریز روغتون ته وړل شوي دي.
«قولهیر» د پروان د شینواري ولسوالي له صعبالعبور سیمو څخه شمېرل کیږي.



