د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وايي چې د دغه ولایت کشفي او امنیتي ځواکونو په محمداغې ولسوالي کې ۱۱ میله سپکه وسله نیولې ده.
د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلاموطندار ته وویل، نیول شوې وسلو کې ۷ توپانچې او څلور میله ښکاري توپکونه شامل دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، یاده وسله د محمداغې ولسوالي د امنیتي ځواکونو له لوري د جینایي جرمونو د کشف پرمهال په تېرو درېوو میاشتو کې نیول شوې ده.
هغه همدارنګه وویل، د جینایي جرمنو او یادې وسلې په تړاو یو شمیر کسان هم نیول شوې دي چې یاد کسان عدلیي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
هېره دې نه وې چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت امنیه قومنداني په محمداغې ولسوالي د جینایي جرمونو په تور د لسګونه کسانو د نیولو خبر ورکړی وو.