د وزیرمحمداکبر خان ۱۶م پړاو دویمه درجه ولایتي لوبې نن شنبه، جنورۍ ۱۱مه په رسمي توګه د ۴۰ لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
دغه سیالي د هېواد په څلورو ولایتونو کې کېږي چې د جنورۍ له یوولسمې د همدې میاشتې تر ۳۱مې به دوام ولري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې د یادو سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړونه هم ټاکل شوي دي. دغه لوبې د کندهار، خوست، ننګرهار او کونړ کرېکټ لوبغالو کې کېږي
د مهالوېش له مخې دغه ۵۰ اووره سیالي به هېواد د بېلابېلو ولایتونو ۴۰ لوبډلو ترمنځ په اتو ګروپونو کې وشي او هره لوبډله څلور لوبې وکړي.
همداراز هغه ولایتونه چې کرېکټ پکې زیات دی، سږ کال ورته د زون په کچه هم یوه بله لوبډله اضافه شوې چې د سپینغر، مسعینک او بندامیر زونونه پکې شامل دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزی وايي: «موږ د تل په څېر هڅه کړې چې کورنی کرکټ مو لا ډېر پیاوړی، پراخه او پرمختګ وکړي چې یوه ښه بېلګه یې د سږ کال دویمه درجه ولایتي سیالۍ دي چې پکې د لومړي ځل لپاره ۴۰ لوبډلو ته ځای ورکړل شوی دی.»
د عبدالرحیمزي په وینا، د یادو سیالیو له اتو ګروپونو به یوه –یوه لوبډله راتلونکو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لاره ومومي چې د اتو لوبډلو سربېره به څلور لوبډلې نورې هم پکې اضافه کېږي او د فرسټ کلاس او نور کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي به یې هم برخه وي.
د وزیر محمد اکبر خان دویمې درجې ولایتي سیالیو غوره او ځلېدونکي لوبغاړي به د وزیر محمداکبرخان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لاره پیدا کوي، کومې به چې له همدې لوبو وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پیل شي.