Asset 1SWN

سلام وطندار

تېرکال ایران کې څه باندې ۹۰۰ کسان اعدام شوي

1920x1080_cmsv2_cecead3a-2452-58b2-9b28-204a546b61b0-8954996

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ولکر ټرک وايي چې د تېر ۲۰۲۴کال پرمهال په ایران کې څه باندې ۹۰۰ کسان اعدام شوي دي.

ولکر ټرک چې د ملګروملتونو د بشرحقونو عالي کمېشنر هم دی، همداراز ویلي، د یادو کسانو له ډلې، یوازې ۴۰ کسان یې، د یوې اوونۍ پرمهال اعدام شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي ایران کې د تېرو کلونو په پرتله د اعدام زیاتېدو ته اندېښنه ښودلې او له دغه هېواد یې، غوښتنه کړې چې د اعدامونو څپه دې ودروي.

بل‌خوا د ملګروملتونو د بشرحقونو دفتر بیا اعلان کړی چې تېرکال ایران کې لږترلږه ۳۱ مېرمنې هم اعدام شوي دي.

د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، ډېری کسان د نشه‌يي توکو قضیو په تړاو اعدام شوي او ترڅنګ یې، د ۲۰۲۲کال د اعتراضونو اړوند نیول شوي هم اعدام کړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ملګروملتونو د بشرحقونو کمېسیون ویاندې الزابت تروسل په یوې خبري ناسته کې ویلي چې دغه معلومات د هرانا، هنګاوو او د ایران بشرحقونو دفتر له لوري راټول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام