د اوکراین پوځ وايي چې د روسي ځواکونو له لوري پر یاد هېواد له وېشتل شویو ۱۱۰ ډرون څخه یې، ۵۲ نسکورې کړې دي.
بلخوا روسیې بیا ویلي چې د یاد هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې، بېګاه شپه د اوکراین ۱۵ ډرون لهمنځه وړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي، دغه هېواد د روسیې د توغندیزو بریدونو څخه د خپلو مهمو تاسیساتو د ساتنې لپاره نورو هوايي دفاعي سېسټمونو ته اړتیا لري.
د اوکراین د لومړي وزیر مرستیال میخایلو فیدوروف رویټرز ته ویلي، راتلونکی کال به لسګونه داسې بې چلوونکي ځمکنیو رباطونو ته اړتیا ولري چې لومړۍ کرښه کې پوځیانو ته اکمالات وکړي او ټپیان ولېږدوي.
د المان دفاع وزارت بیا اوکراین سره د مرستو په اړه ویلي چې روانه میاشت به دغه هېواد ته لیوپارډ ټانکونه، هوايي دفاعي سېسټم او ډرون ولېږدوي.
دغه مرستې وروسته له هغې اعلان شوې چې د یاد هېواد لومړي وزیر اوولف شولز په یوه نااعلان شوي سفر کیېف ته لاړ.