Asset 1SWN

سلام وطندار

یوګاندا کې د ځمک‌ښوویېدنې له امله ۲۸ کسان مړه شوي او ۱۰۰ ورک دي

طزطزطزطز

یوګاندا کې پولیس وايي چې د دغه هېواد په ختیځ کې د ځمک‌ښوویېدنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ ته لوړ شوی دی.

پېښه نږدې یوه اوونۍ وړاندې شوې چې د پولیسو په وینا، لاهم یوشمېر کسان ورک دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په وژل شویو کې دوه او درې کلن ماشومان هم شامل دي.

وېره ده چې دې پېښه کې شاوخوا ۱۰۰ کسان ورک دي. پېښه د یوګاندا پلازمېنې کامپالا څخه ۳۰۰ کیلومټره لرې کینیا سره پولې ته نږدې د اېلګون غره په لمن کې رامنځته شوې.

له اکتوبر راهیسې د یوګاندا بېلابېلې سیمې د سختو اورښتونو او له امله یې، د سېلابونو راوتلو او ځمک‌ښوویېدنې ځپلی چې دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون اغېز بلل کېږي.

دې سیمه کې له دې وړاندې په ۲۰۱۰ کال هم د ځمک‌ښوویېدنې ورته پېښه شوې وه چې پرمهال یې، ۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، خو د تېرې چهارشنبې ورځې پېښه خونړۍ یاده شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یوګاندا کې چارواکي وايي چې د ځمک‌ښوویېدنې له خطر سره د مخ سیمو اوسېدونکو لپاره یې، نورو خوندي سیمو ته د لېږد هڅه کړې، خو په وینا یې، یادې سیمې بې‌وزله دي او نورو سیمو ته د تلو لپاره څه نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام