غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلو د بریدونو له امله یوازې د یوې ورځې پرمهال ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په وژل شویو کې د حماس مخکیني ویاند دوه زامن هم شامل دي. ډېری کسانو پر یوه ښوونځي د شوي برید پرمهال وژل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د روغتیايي چارواکو په وینا، اته کسان هغه ووژل شول چې اسراییلو پر الطبایین ښوونځي برید وکړ. دې ښوونځي کې د جګړو بېځایه شوي مېشت وو.
څلور نور کسان په شیجایا او درې کسان بیا په بیتالاهیا کې د هوايي برید پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو پر غزې برید پیل کړی، تر دې مهاله نږدې ۴۴۲۰۰ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰زره ټپیان دي.