Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې په څه باندې ۴میلیونه افغانیو د چک‌ډېم د جوړېدو چارې پیل شوې

چکډېم

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په باغران ولسوالي کې د باراني اوبو زېرمه کولوپه موخه په ۴ میلیونه او۱۰۰زره افغانیو د یوه چک‌ډېم د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه  چک‌ډېم د هلمند سنديزې فرعي حوزې رياست په هڅو د موسمي بارانونو د اوبو مهار او زېرمې لپاره د باغران ولسوالي ديوانه کلي سيمه کې جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه چکډېم ۸۵۰۰ متره مکعب اوبو زېرمه‌کولو ظرفیت په درلودلو سره، ۹۵ متره اوږدوالي او پنځه متره ژوروالي سره جوړېږي.

خبرپاڼه زیاتوي یاد چکډېم د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د ۴ ميليونه او ۱۰۰زره افغانيو په مالي لګښت جوړېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خبرپاڼه کاږي د دغه چکډېم په رغېدو سره به په یاده سیمه کي د باران اوبه مهار د ځمکې لاندې اوبه به ډېره شي، د ځمکوالو او مالدارانو د مالونو لپاره د اوبو چمتو کولو ستونزه به هم هواره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام