Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيکا کې په ۱۴۷زره ډالرو پنځه روغتيايي مرکزونه جوړ شول

روغتیايي-مرکز پکتیکا

د پکتیکا چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۴۷زره امریکايي ډالرو په لګښت پنځه روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د پکتيکا ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ياد ولايت په پنځو لرې‌پرتو ولسواليو کې پنځه روغتيايي مرکزونه د شاوخوا (۱۴۷) زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد روغتيايي مرکزونه چې «روغتيايي ځالې» نومول کېږي، د دغه ولايت په نکه، سروبي، وازې‌خوا، تروې او وړممۍ ولسواليو کې د ملګروملتونو د نفوس صندق«UNFPA» په مالي لګښت او د (AYSO) يا د افغان ځوانانو خدماتي موسسې په تخنيکي همکاري جوړ شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې هر روغتيايي مرکز ته يو امبولانس «موټر» هم ورکړل شوی چې د بېړنيو پېښو پرمهال به ترې استفاده کوي.

خبرپاڼه کې  د عامې روغتیا وزارت مرستيال عبدالولي حقاني له قوله ويل شوي چې پکتيکا ته به په روغتيايي برخه کې لا زياته پاملرنه کوي او ستونزو حل په موخه به لا زياتې هڅې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

څه موده وړاندې  په برمل او ګيان ولسواليو کې هم د (۶۶) ميليونه افغانيو په ارزښت دوه روغتيايي مرکزونه جوړ شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام