Asset 1SWN

پر «روماتېزم» یوشمېر اخته مېرمنې روغتیايي امکاناتو له نه لاسرسي شکایت کوي

pregnangt-women-afghanistan2_-qtnerre6vdhc0q3doptkx3eufs1h6qsps6ycqppk7c

پر روماتېزم ناروغي یوشمېر اخته ښځې شکایت کوي چې په روغتونونو، په تېره دولتي هغو کې د دې ناروغي د درملنې امکاناتو ته لاسرسی نه‌لري او وايي، په یادو روغتونونو کې د امکاناتو کمښت او د دوی کمزوری مالي وضعیت لامل شوي چې درملنه یې پاتې شي.

دغه ناروغان چې بېلابېل عمرونه لري، له اوبو سره ډېر سر او کار او ارثي‌والی د دې ناروغي لاملونه بولي او په خبره یې، د پښو، لاسونو او د وجود د غړیو سخت دردونه یې مهمې نښې‌نښانې دي چې دوی یې تجربه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل اوسېدونکې شبنم لس کاله کېږي چې پر روماتېزم ناروغي اخته ده. هغه وايي، د پښو او لاسونو سخت دردونه او د وجود د غړیو نه خوځښت یې ځوروي او په وینا یې: «په دولتي روغتونونو کې امکانات نشته؛ کاشکې چې د روماتېزم یوه ځانګړې څانګه په‌کې جوړه شي چې معاینه یې وړیا وي. موږ مجبور یوو چې شخصي روغتونونو ته ورشوو. که وسه یې ولرو، په ډېرو پیسو ښو روغتونونو ته ورتللی او درملنه په‌کې کولای شوو، خو که یې ونه لرې، مجبوره یې چې عادي درمل واخلې یا هم هېڅ درملنه ونه کړې.»

د کابل یوه بله اوسېدونکې سیلۍ هم له دوو کلونو راهیسې پر روماتېزم اخته ده. هغه د هېواد په روغتونونو کې د خپلې ناروغي د نه تشخیصېدو او د امکاناتو نه موجودیت په اړه وايي: «زه روماتېزم لرم؛ کله چې دولتي روغتون ته ورغلم، ډاکټر مې ناروغي سمه تشخیص نه‌کړه. تر هر څه مخکې ډاکټران ناروغانو ته هېڅ پام نه کوي، بل ښه تشخیص او درملنه نه‌شي کولای، امکانات هم نشته.»

فوزیه چې له اوبو سره ډېر سر او کار پر روماتېزم د اخته کېدو لامل بولي او وايي: «معاینات مې وکړل؛ د لاسونو بندونو مې درد کاوه؛ کله به مې چې په اوبو کې لاسونه ښکته کړل، وبه پړسېدل؛ بخار او درد یې کاوه. ډاکټر ته ورغلم، ګټه یې ونه کړه. بیا یوناني ډاکټر ته ورغلم، هغه درمل راکړل، د لاسونو او پښو د بندونو درد مې ورسره ارامه شو.»

زېبا بیا خپله ناروغي ارثي بولي او وايي: «نیا مې هم پر روماتېزم ناروغي اخته وه؛ نږدې ۲۰ کاله کېږي چې روماتېزم لري. زه او نیا مې پر دې ناروغي اخته یوو؛ زما دوه کاله کېږي، خو په کورنۍ کې یې بل څوک نه‌لري.»

ډاکټران بیا وايي چې روماتېزم د جنېټیکي، چاپېریال او هورموني بدلونونو له کبله په ښځو کې ډېر دی او د دې ناروغي د پېچلتیا له کبله یې ډاکټران د تشخیص برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د عمومي داخلې څانګې ډاکټر ثنا‌الله قریشي وايي: «روماتېزم یوه پېچلې ناروغي ده چې بېلابېل ډولونه لري او یو لوی لامل یې چې ډاکټر یې په تشخیص کې تېروتنه کوي، دا ده چې څو ناروغي سره یوځای شوې وي او له نورو ناروغیو سره ورته نښې‌نښانې لري.»

د ماشومانو څانګې متخصص عدیل ارین چې د اندراګاندي صحت طفل روغتون کې ډاکټر دی، وايی: «روماتېزم معمولاً په ښځو کې ډېر دی او یو لامل یې چې ښځې پر دې ناروغي ډېرې اخته کېږي، د ستروجن هورمون کموالی دی چې د عمر په ډېروالي سره یې دغه هورمون را کمېږي او هغه دفاعي مېکانیزم له منځه ځي چې دغه هورمون جوړ کړی دی.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل بیا وايي چې د کابل او ولایتونو په دولتي روغتونونو کې د روماتېزم ناروغي د تشخیص او درملنې لپاره لازم امکانات شته. ‎

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «په مرکز او ولایتونو کې د ارتوپیډي ځانګړې برخې لرو. د کابل وزیر اکبرخان روغتون ارتوپیډي برخې ته ځانګړی شوی دی. هلته مسلکي کادرونه او فعال روغتیايي ټیمونه لرو.»

پر روماتېزم اخته ښځې داسې مهال له اوبو سره سر او کار او ارثي‌والی د خپلې اورتوپیډي ناروغي لاملونه بولي چې په افغانستان کې د کور کارونه تر ډېره د ښځو پر غاړه دي او د هېواد په یوشمېر سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته ښځې هېڅ لاسرسی نه‌لري یا هم کم لاسرسی ورته لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام