د کاپیسا په مرکز محمودراقي ښار کې یوې ټرافیکي پېښې د یوه کس ژوند اخیستی او څلور نور یې ژوبل کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز وايي، یاده پېښه نن سهار (د تلې ۱۳مه، جمعه) د محمودراقي ښار اړوند په شوخي سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټرو د ټکر له امله شوې ده.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یو کس مړ شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.
فایز زیاتوي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د کاپیسا روغتونونو ته وړل شوي دي.