Asset 1SWN

هېواد کې روان کال د صادراتو په پرتله د مېوو کورنی مصرف زیات دی

maxresdefault

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، روان کال د صادراتو په پرتله د تازه مېوو کورنی مصرف ډېری شوی دی

د دوی په وینا، د تېرو کلونو په پرتله سږکال افغانستان کې باغ‌لرونکو ښه حاصلات ترلاسه کړي، خو د پاکستان له لارې د صادراتو پر وړاندې خنډ لامل شوی چې د تازه مېوو د صادراتو کچه د پام وړ کمه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند سلام‌وطندار ته وویل، هڅه کوي چې د ایران او ترکمنستان له لارې د افغانستان کرنیز محصولات نورو هېوادونو ته صادر کړي.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت د کابینې له لارښوونې سره سم، پرېکړه دا شوې چې د وادونو هوټلونو کې له کورنۍ مېوې استفاده وشي او ښه مصرف شوې هم ده، خو صادراتو کې خنډونه وو او ستونزې مو هم لرلې او پاکستان ته د صادراتو جدې ستونزې وې.»

مومند زیاته کړه چې افغانستان روان کال ځینو هېوادونو ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت شفتالو، الو، ګیلاس او خربوزه صادره کړې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې ګډې خونې اجرايي رییس نقیب‌الله صافي هم وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت ظرفیت لوړ دی، خو د همغږۍ نه‌شتون د دواړو هېوادونو سوداګرۍ او ترانزیت ته زیان رسولی.

هغه وویل: «د لارو بندښت په ځانګړې توګه روان فصل چې د تازه مېوو وخت دی، منفي اغېز یې لره، سوداګرو ته، ځکه حاصل یې، ډېر ترلاسه کړی او لارې او بندرونه بیا تړلي دي.»

د تازه مېوو یوشمېر سوداګر هم وايي، دا چې د افغانستان د محصولاتو ۸۰سلنه صادرات پاکستان او یا له هغه ځایه نورو هېوادونو ته کیږي، سږ کال د پاکستان له لوري رامنځ ته شویو خنډونو، هغوی ته سلګونه زره دالره زیان رسولی دی.

د تازه مېوو سوداګرو مخلص وویل: «سږکال د نورو کلونو پر پرتله د تازه مېوو فصل وو او پاکستان ګمرکي تعرفې لوړې کړې چې دا د کروندو او سوداګرو لپاره په زیان وو او د لارو بندښت هم بله ستونزه وه. څه باندې ۶۰سلنه کمښت په‌کې راغلی او سلګونه سوداګرو زیان لیدلی دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ریاست‌الوزرا سياسي مرستيال محمد عبدالکبير د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې د افغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې جوړې نه‌کړي او پر ځاى يې دوه اړخيزه سوداګري پراخه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام