Asset 1SWN

سلام وطندار

روزګان کې د وروستیو شپږو میاشتو سېلابونو ۲۰۰۰ استوګنیز کورونه ویجاړ کړي

سیل-در-ارزگان-qudijlsbg0q4kdgah7uma8vrw16qgpvgw9waqcwayw

د روزګان د چورې ولسوالي اوسېدونکی ولي‌جان چې ۵۵ کلن دی وايي، سېلابونو یې شپږ میاشتې وړاندې کور نړولی، خو لا یې وسه نه لري چې بېرته یې جوړ کړي. هغه له سرپرست حکومت او نورو خیریه بنسټونو غوښتنه کوي چې د کور جوړېدو برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په خبره، راتلونکي ژمې ته سخت اندېښمن دی؛ ځکه په وینا یې، سرپناه نه لري څو خپل ماشومان په‌کې خوندي کړي. هغه زیاتوي: «تراوسه مو کورونه همدغسې ويجاړ پاتې دي، نم یې لا هم نه‌دی وچ شوی؛ دا یې شپږمه میاشت ده؛ هلته ژمی راباندې را روان دی او د جوړولو وسه یې نه‌لرو؛ اولادونه مې ماشومان دي.»

همداشان د رزګان د مرکز ترینکوټ ښار د مهراباد اوسېدونکي عبدالمتین او محمدقاسم چې کورونه يې سېلابونو نړولي وايي، مالي زیانونه ورته رسېدلي او د لاسنیوي هیله لري. دوی زیاتوي:

«سېلابونو خو ډېر تاوانونه راته رسولي. نږدې څلور میاشتې کېږي چې بې‌سرپناه یوو؛ ځکه هېچا زموږ غم نه‌دی خوړلی. زموږ غوښتنه دا ده چې مرسته راسره وشي، کورونه مو راته جوړ کړي.»

«زموږ سیمه کې یې تر دوو سوو زیات کورونه ویجاړ کړي او خلکو ته یې داسې تاوانونه رسولي چې ان پنځوس خرواره کيښته یې هم له یوه کس څخه وړې ده.»

په ورته وخت کې د روزګان ځايي مسوولان وايي، را وتلو سېلابونو د تېرو شپږو میاشتو پر مهال په دغه ولایت کې ۱۲۳۰ استوګنیز کورونه په بشپړه او ۸۶۶ نور هم نيمايي ويجاړ کړي دي.

د روزګان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عبدالله خالد وايي، تراوسه یې ۱۴۰۰ سېلاب‌ځپلیو ته مرستې ور رسولي او هڅه کوي چې په راتلونکي کې د استوګنیزو ځايونو د جوړېدو برخه کې هم مرسته وکړي.

هغه زیاتوي: «۸۶۶ کورونه څه‌ناڅه او ۱۲۳۰ نور په بشپړ ډول ویجاړ شوي؛ له ۵۶۰ کورنیو سره مو مرسته کړې او له ۸۴۰ کورنیو سره د موسسو له‌خوا مرسته شوې ده. موږ له موسسو څخه غواړو چې د دغو کورونو د جوړېدو په برخه کې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د روزګان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د شمېرو له مخې، سېلابونو په تېرو شپږو میاشتو کې خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ، مرګ‌ژوبله هم اړولې او په خبره یې، په دې موده کې ۲۶ کسان مړه او ۱۹ نور ژوبل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام