یوشمېر میندې په کابل کې د ناطبیعي زېږون د کچې له لوړې سره هممهاله وايي، ناطبیعي زېږون د طبیعي زېږون هغومره سختي نهلري او همدا لامل دی چې په کابل کې یې کچه لوړه شوې ده. خو نسیمه چې د ناطبیعي زېږون تجربه لري وايي، د طبیعي زېږون په پرتله د ناطبیعي هغه سختي کمه ده.
هغه زیاتوي: «له بده مرغه طبیعي زېږون مې نهدی کړی؛ ځکه نشم یې کولای او ناطبیعي زېږون ته مجبوره یم چې راته ښه نهدی. طبیعي زېږون مې ډېر خوښېږي؛ ځکه په ډېرې اسانۍ سره مې خپل ژوند پر مخ وړلی شوای.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نرګس بیا هغه مور ده چې ښايي په راتلونکو څو ساعتونو کې د دویم ځل لپاره ناطبیعي زېږون تجربه کړي. هغه چې له دغه ډول زېږون څخه سر ټکوي، وايي: «دا دویم ځل دی چې باید ناطبیعي زېږون وکړم او رښتیا مې ډېرې سختۍ ولیدلې. د عملیات له وروسته دردونو نیولې تر د اوږدې مودې ټپونو پورې، ټول راته دېر سخت وو. هر ځل چې زېږون کوم، باید عملیات وکړم. احساس کوم چې له سختې ننګونې سره مخامخ یم. ډاکټرانو هم راته وویل چې نور په طبیعي ډول د زېږون چانس نهلرم.»
بلهخوا فرشته چې خپل لومړنی ماشوم یې په ناطبیعي ډول زېږولی وايی، دغه ډول زېږون لږ سختۍ لري. هغه زیاتوي: «کله مې چې لومړنی ماشوم د عملیات له لارې وزېږوه، پام مې شو چې دغه طریقه ډېره راته اسانه ده او د طبیعي زېږون درد مې نهدی تجربه کړی. زما په اند، دا یې ښه لاره ده؛ ځکه مې پرېکړه کړې چې نور هم په همدې ډول وزېږوم. ما له عملیات وروسته هم کوم درد احساس نه کړ او ډېره ژر ښه شوم.»
په کابل کې د نسايي-ولادي څانګې ډاکټره لطیفه زاهد وايي، اوس د پخوا په پرتله د ناطبیعي زېږون کچه لوړه شوې ده. نوموړې زیاتوي: «په تېرو کلونو کې د عملیات برخې شمېرې ډېرې کمې وې، خو اوس یې کچه ډېره لوړه شوې ده. په تېرو کلونو کې به مو په میاشت کې له پنځو تر اوو مېرمنې عملیات کولې؛ اوس په میاشت کې له ۴۰ تر ۵۰ پورې لرو.»
په کابل کې د نسايي-ولادي برخې ځانګړې ډاکټره فهیمه سکندري هم وايي چې ځینې مېرمنې مجبوره دي چې ناطبیعي زېږون ته مخه کړي، خو یوشمېر هغه یې په خپله خوښه کوي.
نوموړې زیاتوي: «د میاشتې مو نږدې ۱۵ سلنه ناروغان عملیاتېدو ته نوماندېږي. ډېر کم شمېر یې په خپله خوښه کوي، خو داسې کسان هم شته چې ورته سخته اړتیا لري.»
د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت مسوولانو بیا نه یوازې په دې اړه کومې شمېرې خپرې کړي، بلکې په تړاو یې روښانه ځواب هم نه ورکوي.
د یادونې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې له اړتیا پرته د ناطبیعي زېږون په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه ډول زېږون د نورو په پرتله په هغو خلکو کې زیات شوی چې ښه ژوند لري.