Asset 1SWN

سږکال د حج مراسمو کې ۲۷ افغان حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

101115-hajj-hmed-1250a

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت مسوولان وايي چې سږکال د حج مراسمو کې ۲۷ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد وزارت د حج، عمرې او زیارت عمومي رییس عطاالله خادم وايي، د یادو ۲۷ افغان حاجیانو له ډلې، دوه یې، په ټرافیکي پېښو او پاتې یې، د ناروغۍ له امله مړه شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د یادو حاجیانو له ډلې، ۲۶ یې، سعودي عربستان کې خاورو ته سپارل شوي او یوازې یوه مېرمن افغانستان ته لېږدول شوې.

هغه وویل: «د روان کال پرمهال د حج مراسمو کې ۲۷ افغان حاجیانو د بېلابېلو علتونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې ۲۷ افغانانو له ډلې یې، دوه، د ټرافیکي پېښو او پاتې یې، د امراضو له امله مړه شوې دي. یوازې یوه مېرمن چې د پکتیکا ولایت ده، افغانستان ته انتقال شوې او پاتې ۲۶ جسدونه د کورنۍ په اجازه یې، سعودي عربستان کې خاورو ته سپارل شوې دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د معلوماتو له مخې، سږکال د حج مراسمو کې د نړۍ د بېلابېلو هېواونو سلګونه حاجیانو د هوا تودوخې، ګڼې‌ګوڼې او نورو لاملونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام