Asset 1SWN

غزني کې امېندواره مېرمنې: د امېندوارۍ پر مهال مو ساه‌لنډي ځوروي

pregnangt-women-afghanistan2_-qtnerre6vdhc0q3doptkx3eufs1h6qsps6ycqppk7c

په غزني کې یوشمېر امېندواره مېرمنې وايي، د امېندوارۍ پر مهال ساه‌لنډي ورته پیدا کېږي او ځینې وخت له دې ناروغۍ د وتلو لپاره ځانګړي درمل وخوري چې په وینا یې، ښايي ماشوم ته یې زیان ورسېږي. مرضیه او لیلی چې امېندواره دي او ساه‌لنډي یې ځوروي وايي، د امېندوارۍ په منځنیو میاشتو کې پر دې ناروغي اخته کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مرضیه زیاتوي: «یوه ستونزه راته پیدا کېږي چې ساه‌ مې لنډه‌ لنډه کېږي. د شپې له‌خوا ډېره په تکلیف یم. دوه‌-‌درې میاشتې کېږي چې همدا ساه‌لنډي لرم. په ازاده هوا کې ښه یم، په کوټه کې یا چېرته چې بیروبار وي، ډېره تکلیفېږم.»

لیلی هم وايي: «تر دې مخکې مې ساه‌لنډي نه لرله، خو په دغه ماشوم لږ تکلیف یم؛ ساه‌ مې لوېږي؛ فکر کوم چې خپه‌کۍ کېږم. تراوسه مې هېڅ درمل نه‌دي خوړلي؛ نن تازه راغلم چې یوه مشوره واخلم.»

په همدې حال کې یوه بله امېندواره مېرمن پروانه چې پر ساه‌لنډي اخته شوې وايي، کله یې چې دویم ماشوم په نس و، پر دې ناروغي اخته شوې ده.

نوموړې زیاتوي: «دویم ماشوم مې دی؛ په لومړي ماشوم باندې مې هېڅ ستونزه نه لرله. اوس مې هم ساه‌ لنډېږي او هم مې زړه تنګېږي. ځینې وخت مې زړه شي چې چغې وکړم. همدا نن هم ډېر زړه‌تنګون راته پیدا شو او اړ شوم چې راشم، درمل واخلم.»

بله‌خوا په غزني کې یو ډاکټر محمدعاطف نوري وايي، کله چې ماشوم د مور په نس کې ښوري، امېندواره مېرمنو ته ساه‌لنډي پیدا کېږي. د هغه په خبره، د امېندواره مېرمنو ساه‌لنډي د لنډې مودې لپاره وي، خو که دوامداره شو، باید اکسېجن وکاروي.

نوري زیاتوي: «دوه لاملونه چې ډېر مهم دي، یو د امېندواره مېرمنې خوځښت چې ایا د امېندوارې پر مهال خوځېږي که نه؟ دویم لامل یې دا دی چې ماشوم په نس کې غټېږي او سږو ته ځای تنګېږي او د نس فضا هم کمېږي؛ پر سږو فشار راځي او مېرمنه د اکسېجن کموالي له کبله ژر ژر ساه اخلي. ساه‌لنډي د لنډې مودې لپاره وي؛ کله چې امېندواري خلاصه شوه، دا ستونزه هم حلېږي. موږ چې ډېره سخته نه وي، درمل نه ورکوو. که ډېره وي، اکسېجن ورکوو.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې د امېندواره مېرمنو خوځښت، د سپکو تمرینونو کول او په ازاده فضا کې پاتې کېدل هغه لارې‌چارې دي چې ډاکټران یې د ساه‌لنډۍ ستونزې د مخنیوي لپاره امېندواره مېرمنو ته لارښوونه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام