Asset 1SWN

ورلډ‌اُف‌سټاټسټکس: افغانستان کې کرېکټ مشهوره لوبه ده

rss-efee0373b2c453856935b2f285dd134a42314349609w

د احصایې نړۍ په نوم نړیواله اداره وايي چې افغانستان کې مشهوره او ډېره خوښونکې لوبه، «کرېکټ» دی.

دغې ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او یادو هېوادونو کې د مشهورو لوبو نوملړ خپور کړی چې افغانستان د کرېکټ لوبې سره د یاد نوملړ په سر کې دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسټرالیا بیا د «اسټرالیايي فوټبال» لوبې سره دویم، بنګله‌دېش په کرېکټ لوبې سره د نوملړ درېیم ځای کې دی.

همداراز پاکستان کې مشهوره لوبه کرېکټ، بوتان کې وتلې لوبه، د غشې وېشتنې لوبه، د کاناډا مشهوره لوبه پر یخ هاکي او مصر او انګلستان کې هم فوټبال مشهورې لوبې دي.

افغانستان کې له کرېکټ، سربېره، فوټبال هم ګڼ مینه‌وال لري او د ولایتونو ترڅنګ د هېواد په کچه هم د یادې لوبې لیګونه جوړېږي.

اوزلوبه بیا د افغانستان ملي لوبه ګڼل کېږي او ترڅنګ یې، په دې وروستیو کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې هم په نړیواله کچه ښې لاسته‌راوړنې لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان کې شاوخوا ۶۰ ورزشي فدراسیونونه فعالیت لري چې ګڼ‌شمېر ورزشکاران او لوبغاړي یې، غړي دي او په کور دننه او بهر لاسته‌راوړنې هم لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام