Asset 1SWN

امربالمعروف وزارت: تېرکال مو د موسیقۍ ۲۱۳۲۸ الې سوځولي

GVZ2hd7W0AA8tew

د امربالمروف وزارت مسوولان وايي چې تېرکال یې، په هېواد کې د موسیقۍ ۲۱۳۲۸  الې سوځولي او ۴۴۸ تعویذګر او ۵۲۸ جادوګر یې، نیولي دي.

یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري ۳۰مه  کابل کې د امارتي ادارو د یو کلونو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د تېرکال پرمهال یاد وزارت همداراز په هېواد کې ۲۵ شراب‌خونې او شاوخوا ۳۰زره غیراخلاقي فلمونه له‌منځه وړې دي.

د یاد وزارت د مسوولانو د معلوماتو له مخې، تېرکال د موسیقۍ ۲۱۳۲۸ الې له‌منځه وړل شوي، ۱۳۲۵۰ نشه‌یي ټابلېټ نیول شوي او عاملان یې، اړوندو مراجعو ته سپارل شوي دي. همداراز په بازارونو کې د مبتذلو فلمونو خپرونکو ۲۵۶۴۷ کمپیوټر‌کارانو د فعالیت مخنیوی هم شوی دی.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، په تېرکال کې د ۱۹۱ وړیا شمېر په فعالېدو سره په ټولیز ډول ۹۸۰۸ شکایتونه ثبت شوي دي. د ثبت شویو شکایتونو له ډلې ۵۴۸۶ شکایتونو ته رسېدنه شوې.

همداراز په ۵۴ امارتي ادارو کې د احکامو او فرامینو د تطبیق له څرنګوالي څخه په دوامداره ډول څارنه شوې او د وزارت ۷۰۲۲ محتسبینو او کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ۱۰۴ پروګرامونه جوړ شوي دي.

مسوولانو زیاته کړه چې تېرکال په ۳۳۸ مواردو کې په بدو کې د ښځو له ورکولو او ۲۹۵ مواردو کې د ښځو له پلورلو څخه مخنیوی شوی او ۱۳۱۳ دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دې ترڅنګ، په ۲۷۵۱۸ امارتي او غیرامارتي ادارو، ۴۱۹۳۶۹ مسجدونو، ۹۶۳۵۵ ښوونیزو، تحصیلي او روغتیایي مرکزونو، ۶۸۹۷۹ هوټلونو، ۳۹۲۱۸ حمامونو او سلمانیو، ۱۵۵۷۵ سپورټي کلبونو او ۵۰۰ د خیاطۍ هټیو او نورو عامه ځایونو کې د معروفاتو د اقامې او منکراتو د ازالې په موخه، هم اړین اقدامات شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام