Asset 1SWN

وردګ زلمي لوبډلې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

4700dd4b-d941-4107-b604-879bcf897fe8

د میدان‌وردګ د یدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې واک ته د ا.ا بیارسېدو درېیمې کلیزې په مناسب په چک ولسوالي کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې.

د میدان‌وردګ د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ولایت په کچه د والیبال ۵۲ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، یادې سیالیو لومړی مقام وردګ زلمي، دوېم مقام تنګي سټار لوبډلې خپل کړ.

په یادو سیالیو کې لومړي، دوېم او درېیم مقام ګټوونکو لوبډلو ته یوشمېر نغدي ډالۍ هم په پام کې نیول شوې وې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې د میدان‌وردګ د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري دولایت په کچه ورته د والیبال سیالۍ جوړې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام