Asset 1SWN

پروان کې دوو زده‌کړیالانو ډرون جوړ کړی

ډرون

د پروان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي دوو زده‌کړیالانو ډرون جوړ کړی دی.

د توکل‌خان قلم‌یار او احمدوصال په نومونو د یاد پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د څلورم ټولګي زده‌کړیالانو سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ډرون تر «دوه کیلومټره» پورې الوتنه کولی شي او په وینا یې، شاوخوا ۳۵زره افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یادو زده‌کړیالانو همداراز وویل چې کلونه وړاندې یې، د دې ډرون جوړولو لپاره هڅې پیل کړې وې چې له زیار او هڅو وروسته یې، دغه ډرون جوړه کړه.

دې ډرون کې کمره هم لګول شوې او ویډیو هم ترې اخیستل کېدای شي.

دغه زده‌کړیالان وايي، هڅه کوي چې راتلونکې کې دغه ډرون پرمختللې کړي او د بمونو لېږد او د هدف پېژندنې اله/دستګاه هم په‌کې ولګوي.

قلم‌یار او وصال زیاتوي، که اړوند ادارې او بنسټونه ورته مالي سرچینې برابرې کړي، راتلونکې کې به له دې پرمختللي برښنايي او ځیرک وسایل جوړ کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بل‌خوا د پروان پوهنتون رییس محمدعزیز کاظم وايي چې له دغو زده‌کړیالانو سره نږدې همکاري کوي او په وینا یې، هڅه کوي، څو غوښتنو ته یې، رسېدنه وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام