Asset 1SWN

سلام وطندار

سرپرست حکومت د افغانستان د پولو د امنیت ډاډ ورکوي

ARG-ارګ

د ایران د استازو جرګې د ملي امنیت کمېسیون غړی یعقوب رضازاده وايي، د افغانستان او پاکستان حکومتونه په خپلو سرحدي سیمو کنټرول نه‌لري او قاچاق‌وړونکي او ترهګرې ډلې د افغانستان او پاکستان پولو ته څېرمه فعالیت کوي.

هغه د ایران شفقنا خبري اژانس سره مرکه کې د افغانستان له لارې ایران ته د ترهګرو له ورتلو او دغه هېواد ته د افغانستان او پاکستان له پولو د وسلو پر قاچاق هم اندېښنه ښوولې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو سرپرست حکومت ډاډ ورکوي چې ترهګرو ډلو ته اجازه نه‌ورکوي، څو د افغانستان پولو کې فعالیت وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه وویل: «د افغاستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د پولو امنیت ټينګښت ته پام کوي او دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته. پولو کې قاچاق یوه نړیواله ستونزه ده. اسلامي امارت دې برخه کې جدي اقدامات کړي او له ایران هم غواړي چې په خپله خاوره کې د قاچاق زیاتېدو مخه ونیسي.»

نوموړی زیاتوي چې په پولو کې د وسلو او نشه‌يي توکو قاچاق د ټولو هېوادونو لپاره یوه ننګونه ده او د ایران له حکومته غواړي څو دې برخه کې ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ یو ځل بیا ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» ډله ډیورنډ ته څېرمه سیمو کې فعاله ده او له سرپرست حکومت يې، غوښتي چې د حافظ ګل بهادر په نوم د پاکستاني طالبانو یو مشر وروسپاري.

په همدې حال کې د چارو یوشمېر کارپوهان وایي، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه دوه ګونی سیاست کوي او په وینا یې، دغه هېوادونه غواړي له دې مسلې ګټه پورته کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز ستانکزي وویل: «ایران د دې حق نه‌لري چې د افغانستان او پاکستان پولو په اړه څرګندونې وکړي. ایران د افغانستان پر وړاندې دوه ګونی سیاست کوي؛ د پردې تر شاه دا هېواد شیطاني سیاست لري او همداراز پاکستان هېڅ‌کله د افغانستان په چارو کې له لاس‌وهنې، ډډه نه‌کوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

که څه هم ایران او پاکستان له افغانستان سره ښې سوداګریزې اړیکې لري او له سرپرست حکومت سره د ډیپلوماټیکو اړیکو پراخولو په حال کې دي؛ خو بیا یې هم تل د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د قاچاق په برخه کې پر سرپرست حکومت یې نیوکې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام