Asset 1SWN

هلمند کې درې ډلې وسله‌وال غله نیول شوي

نیول شوي- غله

د هلمند امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت بېلابېلو سیمو کې یې درې ډلې وسله‌وال غله له وسلو او وسایطو سره یوځای نیولي دي.

د دوی په وینا، دغه ډله غله یې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال نیولي چې ښار او نورو سیمو کې به یې، وسله‌والې غلاوې کولې او خلک به یې، لوټل. د هلمند امنیه قومنداني ویاند عزت‌الله حقاني سلام‌وطندار ته وویل چي د ښار په امنیتي حوزو او يوشمېر ولسوالیو کي درې ډلې غله چي لس کسان دي، نیول شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چي نيول شویو کسانو له ولسي وګړو څخه موټر، موټرسایکلونه، ټلیفونونه په زور اخیستل او د شپې پرمهال به د خلکو کورونو ته وراوښتل او د وسلو په زور به یې غلاوې کولې.

له نيول شویو کسانو څخه يو ميل ټيټکوف، دوه ميله توپانچې، دوه عدده چړې، درې عرادې موټر، څلور ټیلیفونونه او دوه عرادې موټرسایکلونه ترلاسه شوې دي.

حقاني همداراز وویل چي د نیول شويو کسانو دوسيې تر څېړنو او پلټنو وروسته بشپړې او ډېر ژر به اړوندو محکمو ته وروپېژندل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هلمند امینه قومنداني د معلوماتو له مخې، د سرپرست حکومت له واکمنېدو سره سم، ښار او ولسوالیو کي سلګونه غله او نور مجرمین نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام