Asset 1SWN

هند کې د شراب څښلو له امله ۳۶کسان مړه شوي

_112250839_gettyimages-1212056415-594x594

د هند په ټامېل‌ناډو ایالت کې چارواکي وايي چې دغه ایالت کې ۳۶کسان د شرابو څښلو له امله مړه شوي او شاوخوا ۶۰ نور روغتون ته وړل شوې دي.

رویټرز خبري اژانس نن پنج‌شنبه، جون ۲۰مه راپور ورکړی چې دغه کسان تېره ورځ د ټامېل‌ناډو مرکز چینای څخه ۲۵۰کیلومټره لرې په کلاکوریچي ولسوالي کې د شرابو له څښلو وروسته د معدې درد، کانګو او اسهالاتو سره مخ شوي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې ویل شوي چې سیمه‌ییز حکومت د یادې پېښې له امله د سیمه‌ییزو چارواکو په اړه د جدي ګامونو اخیستلو خبره کړې.

د ټامېل‌ناډو اعلا وزیر اېم‌کا سټالین پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «زه د دې خبر په اورېدو حیران او خواشینی شوم… د هغو چارواکو پر وړاندې به اقدام کېږي چې د دې پېښې مخنیوي کې پاتې راغلې دي.»

د ایالتي حکومت په خبره پولیسو څلور کسان د غیرقانوني شرابو د خرڅلاو په تور نیولي او ۲۰۰ لیتره میتانول مخلوط الکولي مشروبات یې ضبط کړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د غیرقانوني تولید شوي شراب له امله مړینې چې په سیمه‌ییز ډول د «هوچ» یا «ملکي شراب» په نوم پېژندل کېږي، هند کې یو عادي پېښه ده، ځکه ډېری خلک نه‌شي کولای چې برانډ لرونکي شراب وپېري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام