د هندۍ رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد پلازمېنه نوېډیلي کې د ګرمۍ له امله پنځه کسان مړه شوې دي.
د ټایمزافانډیا ورځپاڼې نن چهارشنبې، جون ۱۹مه راپور ورکړی چې پلازمېنه نوېډیلي کې د تودوخې سختې څپې په دې اوونۍ کې لږترلږه پنځه کسان مړه کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپور له مخې، بېګاه شپه په تېرو شپږو کلونو کې تر ټولو ګرمه شپه بلل شوې. په ټوله اسیا کې میلیاردونه وګړي په دې دوبي کې د سختې تودوخې سره مخ دي، ساینسپوهان وايي، د انسان لهخوا پرمخ وړل شوي اقلیم بدلون خراب شوی دی.
د مړینې خبر د دوشنبې پر ورځ د هند د ۲۰میلیوني نفوس لرونکي ښار په روغتونونو کې ورکړل شوی چېرې چې د اوبو کمښت هم ډېر دی.
په ورته مهال د برښنا لګښت د روانې اوونۍ سهشنبې پر ورځ تر ټولو لوړې درجې ته ورسېد چې د شپې پرمهال د تودوخې درجه لږترلږه ۳۳.۸ درجې سانتي ګراد ته پورته شوه.
په نوېډیلي او راجستان کې د مارچ له میاشتې راهیسې، تودوخه ۵۰ درجې سانتي ګراد ته لوړه شوې، په داسې حال کې چې په شمال لوېدیځ او ختیځ هند کې په دې موسم کې تودوخه د ورځې دوه چنده ثبت شوې.