Asset 1SWN

یونېسف په ۴۵میلیونه افغانیو لوګر کې د ۲۲ ښوونځيو ودانۍ بیارغوي

ښوونځي-بیارغونه

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د پوهنې وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې /UNICEF له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د ۲۲ ښوونځيو ودانۍ بیارغول کېږي.

د یاد ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، پوهنې وزارت له لوري د ۱۳بابه ښوونځیو ودانۍ چې د تېرو جګړو او وروستیو اورښتونو له امله ویجاړ شوې، د پنځو میلیونه افغانیو په مالي لګښت د راتلوونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې بیارغول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه همدارنګه زیاته کړه، د UNICEF له لوري ۹ بابه ښوونځيو ودانۍ د ۴۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د روان کال تر پایه پورې بیارغول کېږي.

نوموړي زیاته کړه «د ذکر شویو ښوونځيو په بیارغاونه کې ښوونځیو ته د احاطوي دېوالونو جوړول ، د لمري برېښنا فعالول ، ښوونکو او زده کوونکو ته  د څښاک د پاکو اوبو او د حفظ الصحوي اسانتیاوو د برابرولو په موخه د ژورو څاه ګانو کېندل ، د لاس مینځلو ځایونو ، د کانکریټي کثافت دانیو ، د ساده او عصري تشنابونو، د سیپټیک ذخیرو جوړېدل، شامل دي.»

پوهنې ریاست ویاند زیاتوي، د یادو ښوونځيو له بیارغاونې او پرانېستې وروسته به شاوخوا ۴۰زره نجونو او هلکانو ته د لیک‌لوست خوندي چاپېریال رامنځته شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره اوونۍ هم د پوهنې وزارت له لوري د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې /UNICEF د ۱۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د مرکز پل‌علم اړوند د «شلوک» او «ملک شیراحمد کوچي» ښوونځيو بیارغاونه پيل شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام