د مخکیني حکومت پرمهال د ولسي جرګې غړی اللهګل مجاهد کابل کې د یوه کس د وژنې په تور نیول شوی دی.
د کابل امنیه قومنداني مسوولان وایي چې نوموړی د یوه کس د وژنې په قضیه کې د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ نن یکشنبه، غويي ۲۳مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې اللهګل مجاهد به د قضیې څېړنې تر بشپړېدو او د واکلرونکې محکمې تر حکم به په بند کې وي.
خالد ځدراڼ لیکلي: «اللهګل مجاهد د مقتول قارى سعيدالله په قضیه کې چې په ۹ـ۱۲ـ۱۴۰۲ تاریخ وژل شوی، مظنون دی. موجود مدارک، شواهد او د قضیې د تحقیق ډول ایجابوي چې د نوموړي ازادي محدوده شي، له دې امله یې د تحقیق تر بشپړېدو او د صلاحیت لرونکې محکمې تر حکمه په توقیف کې د پاتېکېدو تصمیم ونیول شو.»
د اللهګل مجاهد کورنۍ تراوسه د نوموړي د نیولکېدو په اړه رسنیو ته څه نهدی ویلي.
د مخکیني حکومت پرمهال د ولسي جرګې دغه غړی د اوسني حکومت له واکمنېدو وروسته له هېواده بهر تللی و او څه موده وړاندې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستون شوی و.