Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې په شپږ میلیونه افغانیو د وطني غوړیو کارخونې په فعالیت پیل وکړ

۰۰۰۰--

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د یوه سوداګر له لوري د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د وطني غوړیو او کُنجاړې جوړ شوې، کارخوني په فعالیت پیل وکړ.

د میدان‌وردګ د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس انجینیر محمد‌خان ځواک په دې اړه جوړې شوې یوې غونډې ته وویل چې یاده کارخونه د وطني تولیداتو او د صنعت د ودې په برخه کې یو غوره اقدام دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، حکومت ژمن دی، څو خصوصي سکتور په برخه کې د پانګوالو لپاره غوره فرصتونه برابر کړي. نوموړي پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د تولیداتو بازارموندنې برخه کې به ورسره همکاري کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه کارخونه په ۲۴ساعتونو کې د ۶۳۰۰ کیلو کنجاړې او یو ټُن وطني غوړیو د تولید ظرفیت لري. د یادونې ده چې دغه کارخونه کې ۱۰ کسان په مستقیم او ۱۵ نور په غیرمستقیم ډول کار کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام