Asset 1SWN

پکتیا کې په ۴.۹ میلیونه افغانیو د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو

----------------------

پکتیا کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالي کې د ۴.۹ میلیونه افغانيو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو.

د چارواکو په وینا، دغه بند «۸۵» متره اوږدوالی، «۶.۵» متره لوړوالی او د «۱۵۰۰۰» مترمکعب اوبه زېرمه کولای شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتيا د کليو بيارغونې او پراختيا رياست وياند ايمل عمر سلام‌وطندار ته وايي، د اوبو دغه بند، د زرمت ولسوالي د مکاوې په سيمه کې جوړ او پنج،شنبه، وري دویمه» ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوی دی.

د نوموړي په وینا، په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست محمديونس اخندزاده هم ګډون کړی و.

ايمل عمر زیاتوي چې د ياد بند بوديجه د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت له‌خوا ورکول شوې ده.

په یادو مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وويل، هره پروژه چې دغه وزارت جوړوي، ټول معیارونه په پام کې نیول کېږي او د مسلکي انجینیرانو له لوري پلې کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد بند د جوړولو پرمهال لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. چارواکي ټينګار کوي چې د دې بند د چارو په بشپړېدو سره به د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو کچې لوړولو لپاره ګټور تمام شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام