Asset 1SWN

کندهار کې روان کال د نشه‌يي توکي کښت او قاچاق په تور ۶۰۳کسان نیول شوي

fbb23468-1aef-4312-9c35-587bfdfa95ff

د کندهار امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې د نشه‌يي توکو اړوند ٣٣١ قضیې ثبت کړي او په تړاو یې ۶۰۳ کسان نیولي دي.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند اسد‌الله جمشید سلام‌وطندار ته وویل چې د یادو کسانو د نیولو ترڅنګ یې په کندهار ښار او ولسوالیو کې سلګونه جریبه د تریاکو او بنګو کرل شوي کښتونه هم له‌منځه وړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، ٤.٤٧ کیلوګرامه هيرويين، ١٣٢.٣٢١ کیلوګرامه ښيښه، ١٥٠.١٥٠ کیلوګرامه تریاک، ٣٢٠کیلوګرامه چرس، ١٦٣٠.٩٠٠ کیلوګرامه ايف، ١٢٤٧٠٥ کیلوګرامه اومان، ٥٢٧٤ کیلوګرامه جامد کیمیاوي مواد او ځینې نور نشه‌يي توکي نیولي دي.

د امنیې قومنداني ویاند اسد‌الله جمشید په يادوو قضیو کې ١٠٢عراد موټر، ٣٦ عرادې موټرسايکلونه، ١٤ پايې ژرندې، ٢٦٣موبایلونه، څلور میله توپانچې او ٨٨ فیره د کلاشنکوف مرمۍ هم نیول شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه ټينګار وکړ چې د کندهار ښار له بېلابېلو سیمو څخه پر نشه‌يي توکو ٤٥٤٠ روږدي راټول او د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام