چارواکي وايي چې د غزې په شمال کې د خوارځواکۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی. دې سیمه کې تازه یوه ځوانه مېرمن او ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.
غزه کې د اسراییلو له لوري د جګړې او د یاد ښار د کلابندۍ له امله د بشري مرستو لېږد له خنډ او ځنډ سره مخ شوی او مرستې د هوا له لارې د فراشوټونو پرمټ غزې ته لېږدول کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تېره ورځ د خلکو پر ګڼهګوڼه د مرستو د کڅوړو لوېدو له کبله پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
همداراز رفح ښار کې بیا سلګونه کسانو د څښاک اوبو ترلاسه کولو لپاره د اوبو ټانکرونو ته لیکې جوړې کړې دي. اسراییلو د اوبو نللیکې او سرچینې لهمنځه وړې دي.
د بشري حقونو ډلو اسراییل تورن کړي چې خواړه او اوبه د جګړې د وسلې په توګه کاروي.
بلخوا د غزې په سوېل کې د اسراییلي ځواکونو لهخوا د هوايي بریدونو پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي دي.
بریدونه د غزې سوېل په نصیرات او المواسي کډوالو کمپ او سیمه کې شوي دي.
پر غزې د اسراییلو د برید له امله تراوسه څه باندې ۳۱زره کسان وژل شوي او ۷۲۶۵۴ نور ټپیان شوي دي.