Asset 1SWN

سلام وطندار

بي‌اېم‌‌‌ډبلیو ۲۰۲۳ کال کې تر ټولو ډېر موټر خرڅ کړي

A BMW iX Flow with color-shifting material is displayed during CES 2022 at the Las Vegas Convention Center in Las Vegas, Nevada, U.S. January 6, 2022. REUTERS/Steve Marcus

د جرمني د موټر جوړونې شرکت بې‌اېم‌‌ډبلیو وايي چې ۲۰۲۳ کال کې یې تر نورو شرکتونو ډېر موټر پلورلې دي.

یاد شرکت «سه‌‌شنبه، جنورۍ اتمه» ویلي، ۲۰۲۳ کال یې ۲.۶ میلیونه موټر خرڅ کړي چې د تېر کال په پرتله یې د پلور کچه ۶.۵ سلنه لوړه شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد شرکت د مسوولانو په وینا، د ۲۰۲۳کال په وروستیو څلور میاشتو کې یې ۷۱۸۷۷۸ موټر پلورلي چې د تېر کال د همدومره مودې په پرتله ۱۰.۳سلنه زیاتوالی ښيي.

امریکا کې د یاد شرکت جوړ شوي ډېر موټر پلورل شوي چې کال کې یې ۹.۴سلنه درلود. دغه هېواد کې ۳۹۶۰۰۰ بې‌اېلم‌ډبلیو او چین کې بیا ۸۲۴۹۳۲ موټر خرڅ شوې دي.

د جرمني د موټر جوړولو یاد شرکت همداراز په ډاګه کړې چې راتلونکي کال ته یې د فرمایشتونو نوملړ بشپړ شوی او اړتیا نه‌لري چې بازار کې د خپلو سیالانو لپاره د موټرو بیې راټیټې کړي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بي‌اېل‌ډبلیو ډاډ ورکړی چې راتلونکی ۲۰۲۴ کال به هم د برښنايي بټریو پلور خوندي وساتي. یاد شرکت زیاته کړې چې خپل بشپړ راپور به د روان کال مارچ میاشت کې خپور کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام