د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د تېر یونیم کال پر مهال د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې ۱۴۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد دغه څرګندونې هلمند ته د سفر پر مهال کړې دي.
نوموړي دې ناسته کې ویلي، د تېر یونیم کال په ترڅ کې د هلمند ګوټ ګوټ کې ۱۴۰ بشپړ او فرعي روغتونونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
نوموړي د سفر پر مهال د یاد ولایت، ولایتي او ایمرجنسي روغتونونو څخه هم لیدنه کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست له یادو روغتونونو څخه د لیدنې پر مهال د روغتیا برخه کې د متخصص ډاکټرانو او ټرینر استادانو نشتون یوه تشه وبلله او ډاډ یې ورکړ چې دې برخه کې به هلمند ته د امکان تر بریده پاملرنه کېږي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د عامې روغتیا وزارت سرپرست هلمند ته د سفر مهال د یاد ولایت د ځینو ولسوالیو له مرکزي روغتونونو هم لیدنه وکړه او د روغتیا برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.