Asset 1SWN

اردوغان: اسراییل یو «ترهګر دولت» دی

000_UC7WN-1024x640

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان جرمني ته له یوه مهم سفر وړاندې اسراییل یو ترهګر دولت بللی او پر غزې د اسراییلو بریدونه یې غندلې دي.

نوموړي پرون چهارشنبه د نومبر ۱۵مه ویلي چې د لوېدیځ په ملاتړ د حماس پر وړاندې د اسراییلو عملیات د بشریت تاریخ تر ټولو ستر خیانت دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه ټينګار کړی چې د اسراییلو مشرانو باید د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې کړل شي او په تکرار یې وویل چې «حماس ترهګره ډله نه‌، بلکې یو سیاسي ګوند دی چې د ۲۰۰۶ کال ټاکنو کې بریالی شوی دی.»

رجیب طیب اردوغان د دغه هېواد پارلمان کې د عدالت او توسعې ګوند غړیو ته وینا کې وویل: «زه په ډاګه وایم چې اسراییل یو ترهګریز دولت دی.»

هغه زیاته کړه: «داسې حال کې چې موږ له اسراییلو کرکه کوو، هغه کسان چې په ښکاره توګه له دې وژنو ملاتړ کوي او د مشروعیت لپاره یې هڅې کوي، هېڅ‌کله به یې له هېره ونه‌باسوو.»

د هغه په وینا، «موږ له نسل‌وژنې سره مخ یو.» اردوغان دا هم وویل چې ترکیه به داسې ګامونه پورته کړي، څو ثابته کړي چې اسراییلو د فلسطین خاوره اشغال کړې او د یوه ترهګر په توګه به یې وپېژني.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

رجیب طیب اردوغان دغه څرګندونې دوه ورځې مخکې له هغه کړې چې د جرمني لومړي وزیر اولوف شولز هغه ته د لیدنې بلنه ورکړې ده. جرمني له اسراییلو ملاتړ کړی او لومړي وزیر شولز ویلي چې غزه کې د بېړني اوربند مخالف دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام