Asset 1SWN

هلمند کې یو کارګر د نږدې درې میلیونه کالدارو د غلا په تور نیول شوی

هلمند-روپۍ

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یو کس د دوه میلیونه او نهه سوه او ۵۰زره « ۲۹۵۰۰۰۰»  پاکستانۍ کالدارو د غلا په تور نیولی دی.

د هلمند د امنیې قومانداني ویاند عزت‌الله حقاني سلام‌وطندار ته وویل چې دغه تورن کس له یوه هلمندي سوداګر څخه یادې پاکستانۍ کالدارې غلا کړې وې چې  د اتمې امنیتي حوزې د چټک غبرګون په پایله کې نیول شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بل‌خوا هغه هلمندی سوداګر چې دغه کس ترې نږدې درې میلیونه کالدارې غلا کړې وې، وايي، دغه کس یې په شرکت کې کارګر و.

د نوموړي په وینا، یاد کس د هغه له موټر څخه دغه پیسې غلا کړې وې چې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.

امنیتي ځواکونو دغه سوداګر ته خپلې ټولې پیسې بېرته ورسپارلې دي.

د هلمند د امنیې قومانداني ویاند عزت‌الله حقاني وویل، نیول شوی کس تر څېړنې لاندې دی او دوسیه به یې تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

حقاني د هلمند اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چي د جنايي پېښو په مخنيوي کي امنيتي مسوولان جدي دي او په وینا یې، اجازه ورنه‌کړي چې پر غیرقانوني کړنو لاس پورې کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هلمند د امنیې قومانداني ویاند له خلکو غوښتنه وکړه چې د جنايي او نورو ناوړه کړنو مخنیوي برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام