د دایکندي محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې امنیتي ځواکونو څلور کب نیوونکي نیولي دي.
د دایکندي د چاپېریال ساتنې رییس محمدابراهیم شریفي سلاموطندار ته ویلي، دغه کب نیوونکي چې په ناقانونه توګه یې کبان ښکارول، د لومړۍ امنیتي حوزې ځواکونو لهخوا نیول شوې دي.
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو له دغو کب نیوونکو څخه لسګونه کبان بېرته اوبو کې خوشې شوي او ځینې یې د محکمې د حکم پر بنسټ پلورل شوې دي.
د دایکندي د چاپېریال ساتنې رییس محمدابراهیم شریفي زیاته کړه چې دغه کب نیوونکي د لړم ۱۹ مه نیول شوي او دوسیې یې اړوند عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوې دي.
شریفي ټينګار وکړ چې د وچکالۍ او د ښکار له کبله د دایکندي سیند کې د کبانو نسل په ورکېدو دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د ا.ا ریاستالوزرا د حکم له مخې هېواد کې د الوتونکو او ژویو ښکار بند دی او څوک حق نهلري ښکار یې کړي.