Asset 1SWN

پر غزې د اسرایلو بې‌دریغه بمباري؛ د کډوالو کمپ کې ۵۱ کسان وژل شوي

destroyed091023_1696867453

پر غزې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو په لړ کې تازه د کډوالو پر یوه کمپ د برید له امله ۵۱ کسان وژل شوي دي.

د فلسطین وفا خبري اژانس خبر ورکړی چې په وژل شویو کې ډېری ښځې او ماشومان شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

فلسطین کې د مرګ‌ژوبلې شمېر لوړېدو سره هم‌مهاله د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د لاریونونو پر مهال دغلته د سمدستي اوربند غوښتنه شوې.

رویټرز خبري اژانس نن یکشنبه د نومبر پنځمه د وفا خبري اژانس له قوله راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو بېګاه د غزې مرکز «مغازي کمپ» تر برید لاندې راوستی دی.

رویټرز په راپور کې ویلي چې په خپلواکه توګه د وفا خبري اژانس دغه ادعا نه‌شي تاییدولی.

غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې دې برید کې ګڼ‌شمېر کسان وژل شوي، خو د کره شمېر په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، یو‌شمېر کسان روغتون د درملنې لپاره هم لېږدول شوي دي.

پر اسراییلو د حماس ناڅاپي برید له پیل راهیسې تر دې مهاله په پیل شوې جګړه کې ۹۴۸۸ فلسطیني وګړي وژل شوي او په زرګونه نور ټپیان دي.

په دې لړ کې څه باندې ۱۴۰۰ اسراییلیان هم وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ برمته نیول شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د قطر، مصر، اردن او عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو عمان کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن سره لیدلي او پر واشنګټن یې فشار راوړ، څو اسراییل اوربند ته اړ باسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام