Asset 1SWN

لوګر کې په ۲۰۰زره ډالرو یوه روغتیایي مرکز ته ودانۍ جوړه شوه

logar

 د لوګر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري/UNCHR له لوري دغه ولایت کې یوه روغتیايي مرکز ته د ۲۰۰زره ډالرو  په لګښت ودانۍ جوړه شوه.

دغه روغتیايي مرکز د محمداغې ولسوالي «سرخ‌اب» سیمې اړوند دی چې جوړه شوې ودانۍ یې نن پنج‌شنبه د لړم ۱۱مه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوګر د عامې روغتیا ریاست رییس سیدالرحمن قادري سلام وطندرا  ته وویل، دغه ودانۍ پر دوه جریبه ځمکه د شپږو میاشتو په ترڅ کې د شاوخوا دوه سوه زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت جوړه شوې.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد روغتیایي مرکز ودانۍ ۱۲‌خونې، منظم تشنابونه، پارک، څښاک پاکو اوبو سېسټم او احاطوي دیوال لري.

د قادري په وینا، یاد روغتیایي مرکز تر دې وړاندې ودانۍ نه‌درلوده او له یوه کرایه کور څخه یې د سرخ‌اب سیمې اوسېدونکو ته خدمات وړاندې کول.

د محمداغې ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دي چې په سرخ‌اب سیمه کې یاد روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړه شوه. دوي ټینګار کوي چې عامې روغتیا ریاست دې په لرو پرتو سیمو کې خپل خدمات او د ښيځنه کارکوونکو شمېر لوړ کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

لوګر کې داسې مهال د شاوخوا دوه سوه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړه شوې چې د دغه ولایت د لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له کمښت شکایت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام