Asset 1SWN

یونېسف زابل کې د ۱۰۰زره ډالرو په ارزښت د طبي توکو مرسته کړې

بببببببببببببب

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې یونېسف د یاد ولایت روغتیايي مرکزونو سره د څه باندې ۱۰۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي توکو مرسته کړې.

د دوی په وینا، د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګروملتونو ادارې یا یونېسف د ۱۱۷زره ډالرو په ارزښت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته طبي او غیرطبي توکي ورکړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی زیاتوي چې دغه مرسته به په دغه ولایت کې شته روغتیايي ستونزې تر یوه بریده حل او خدمتونه به یې معیاري کړي.

د زابل دې عامې روغتیا رییس میرویس افغان سلام‌وطندار ته ویلي چې مرسته شویو  توکو  کې د روغتیايي کلنیکونو د اړتیا وړ طبي او نور توکي شامل دي.

په ورته مهال زابل کې د بشردوستانه پرمختیايي موسسې «RHDO» ولایتي مسوول ډاکټر نیک‌محمد عباس ویلي، پلان لري چې د یونېسف په همکاري د نورو روغتیايي مرکزونو ارزونه وکړي او هغوی سره به د اړتیا وړ وسایلو مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ویلو ده چې د زابل ډېری لرو پرتو سیمو کې خلک د ژوندانه له نورو ستونزو سره-سره د یو لړ روغتیايي ستونزو سره هم مخ دي، خو د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست بیا تل د روغتیايي خدماتو د پرختیا ډاډ ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام