اپل کمپنۍ هند کې د حکومت یوشمېر مخالفو څېرو ته خبرداری ورکړی چې ښايي ټیلیفونونه یې د حکومت ملاتړو هکرانو لهخوا هک شي.
یاد شرکت نن سهشنبه د اکتوبر ۳۱مه هغو کسانو ته چې ښايي موبایلونه یې هک شي، پیغامونه استولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې شرکت په استولو پیغامونه کې لیکلي: «که ټیلیفون مو د حکومت له ملاتړ برخمن یوه بریدکوونکي لهخوا له ګواښ سره مخ شو، ښايي هغه ستاسو اطلاعاتو حتا کامرې او مېکروفون ته لاسرسی ومومي.»
دې شرکت په یاد خبرداري کې د نورو معلوماتو له خپراوي پرته ویلي: «دغه خبرداری ممکن ناسم وي، خو بیا هم تاسو یې جدي وګڼئ.»
هغو سیاسیونو چې د اپل کمپنۍ دغه خبرداری ترلاسه کړی د هند د ترینامول کانګرېس استازې ماهوا مویترا، د دغه هېواد د «پارلمان غړي او د ال انډیا مجلس اتحاد المسلمین ګوند مشر اسدالدین ویسي او یوشمېر نور چارواکي دي.
یوشمېر دغو چارواکو پر اېکس پاڼو د هند لومړی وزیر او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر باندې سختې نیوکې کړې دي.
د هند د ارتباطاتو، برښنايي او معلوماتي ټکنالوژۍ د اپل کمپنۍ دغه خبرداری ګونګ او غیرتخصصي بللی دی.