Asset 1SWN

سلام وطندار

پر غزې د اسراییلو بریدونه؛ څه باندې ۱۰۰۰ جسدونه تر خاورو لاندې دي

33YE4WC-Preview-1697445524

پر غزې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو پر دوام ژغورونکې ډلې وايي چې لاهم څه د باندې ۱۰۰۰ کسانو جسدونه د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې دي.

اسراییلي ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې پر غزې هوايي بریدونه پیل کړي او دغه سیمه یې کلابنده کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ژغورونکو ډلې همداراز زیاته کړې چې ګڼ‌شمېر جسدونه یې له خاورو لاندې رااېستلي، خو په وینا یې، تر۱۰۰۰ ډېر جسدونه لا هم تر خاورو او ویجاړو شویو ودانیو لاندې دي.

د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونه له کبله غزه کې ګڼ‌شمېر ودانۍ ویجاړې شوې دي. د راپور پر بنسټ ژغورونکي ډلې په بېلابېلو سیمو کې د ژغورنې پر عملیات بوخت دي.

په ورته مهال د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو دفتر خبرداری ورکړی چې فلسطین کې د روغتونونو د تېلو زېرمې په ختمېدو دي.

 دوی وېره ښودلې چې دغه چاره به روغتونونو کې ټپیانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له ستونزو سره مخ کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

روغتیايي چارواکو روغتونونو کې وضعیت له ناورین ډک بللی دی. دوی الجزیرې خبري شبکې ته ویلي چې د ټپیانو شمېر لوړ دی او روغتونونو د اوبو او برښنا له کمښت سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام