Asset 1SWN

ننګرهار کې کروندګر: د مُمپلیو حاصلات ښه، خو د پلور بازار ته یې اندېښمن یوو

000_Del6244094

ننګرهار کې کروندګر وايي چې سږ کال یې پر خپلو ځمکو هم مُمپلي کرلي او تمه لري چې ډېر حاصل به ترې ترلاسه کړي.

دغو کروندګرو سلام‌وطندار ته وویل چې سږکال د یاد ولایت یوولس ولسوالیو کې پر ۲۱۱ هکټاره کرنیزه ځمکه مُمپلي کرل شوي چې د پام وړ حاصل ترلاسه کولو لپاره یې کروندګر هیله‌مند دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دې ولایت اوسېدونکی شېرباز چې پر شپږ جریبه ځمکه یې مُمپلي کرلي، له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، سږني کښت ته په کتو هیله لري چې شاوخوا څلورسوه منه مُمپلي به ترې ترلاسه کړي.

د نوموړي غوښتنه هم دا ده چې د بازارموندنې او ښه عاید په ترلاسه کولو برخه کې به اړوند ادارې ورسره همکاري وکړي.

نوموړی زیاتوي: «ما سږکال په شپږ جریبه ځمکه پلي کرلي، حاصل یې هم د پخوا په پرتله ښه دی، زما تمه دا ده چې له څلور سوه منو څخه به زیات حاصل ترې ترلاسه کړم، خو دولت هم باید له موږ سره همکاري وکړي. زموږ حاصلات په نورو کلونو کې هم ښه وو؛ خو چندان بازار یې نه درلود.»

د یاد ولایت یو بل اوسېدونکی زلمی وايي، د مُمپلیو کرنې ورته نورو کالونو هم ښه حاصل ورکړی چې توانیدلی د خپلې خوارۍ ګټه لاس ته راوړي، خو غوښتنه یې دا ده چې له کروندګرو سره د لاسنيوي په موخه دې پر بازارموندنه ډېر تمرکز وشي.

هغه وویل: «ما دلته درې جریبه ممپلي کرلي، تېر کال مې هم خدای شته، ښه ګټه وکړه او سږ کال مې هم فصل ښه دی، انشاالله که خدای کول ډېر حاصل به ترې تر لاسه کړم.»

ننګرهار کې د مُمپلیو سوداګر وايي، د ختیځ د لغمان او ننګرهار د مُمپلیو حاصل د هېواد په کچه زیات مینه‌وال لري چې پر همدې بنسټ مرکز کابل او شمالي ولایتونه ته وړل کېږي.

د مُمپلیو سوداګر نیازمحمد زیاتوي: «موږ په لغمان او ننګرهار کې ممپلي اخلو، بیا دلته پخوو، له دې ځایه یې بیا د همدې ولایتونو په دوکاندارانو خرڅوو او دغه راز یې نورو ولایتونو ته هم انتقالوو، ګټه یې ډېره ده، خو لاهم هغه ډول چې په کار ده، د دولت ملاتړ له ځان سره نه لرو، زما هیله دا ده چې دوی نه یوازې له موږ، بلکې له کروندګرو سره هم همکاري وکړي.»

له دې سره هم‌مهاله د کرنې برخې متخصصین هم په دې نظر دي که د مُمپلیو کرنې ته په حکومتي کچه ډېره پاملرنه وشي، کرنیزو ځمکو ته په کتو د ډېر تولید او حاصل تمه کېدلای شي.

د کرنې برخې کارپوه احمدویس رسا سلام‌وطندار ته وویل، پکار ده چې اړوند ادارې د ممپلیو حاصلاتو ته په کور دننه او بهر د وړ بازار پیدا کولو هڅې چټکې کړي، څو کروندګر نور هم وهڅیږي.

هغه وویل: «ختیځ کې ډېری ځمکې داسې دي چې محیط او شرایط یې د ممپیلو لپاره ښه برابر دي. دا ځمکې شږلنې او زیاتې اوبه لرونکې دي، نو ځکه ښه ممپلي ورکوي، له بده بخته چې لاهم په ډېرو سیمو کې زموږ کروندګر د ممپیلو د کښت په برخه کې مسلکي پوهه نه لري، که چېرته دوی ته مسلکي زده کړې ورکړل شي، تر دې ور هاخوا یې د ممپیلو د امراضو تداوي پر وخت وشي او د حاصلاتو لپاره یې ښه مارکېټ پیدا شي، نو زما په فکر لرې نه ده چې ختیځ څه چې د ټول افغانستان د ضروروت وړ ممپلي به تولید شي.»

بل لورته د ننګرهار د کرنې ریاست د مطبوعاتو مسوول اجمل سبحاني سلام‌وطندار ته وویل، سږکال د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې ممپلي کرل شوي چې ښايي څه باندې ۱۴۰۰ مټریک ټنه حاصل ورکړی.

نوموړی زیاتوي، په ننګرهار کې په منځنۍ کچه په في جریب ۷۰ څخه تر ۸۰ منو پورې حاصل ورکوي. دی وايي، د ننګرهار ممپلي، لغمان، کونړ او کابل ته وړل کېږي او خام هغه یې ان کندوز ته هم رسېږي.

نوموړي وویل: «د ننګرهار د ممپلیو پوستکی سور رنګ لري، د نورو په نسبت د دې ممپلیو مارکېټ ښه دی، دلته تاجکي، کورمکي، پېښورې او بېلابېل ډوله ممپلي کرل کېږي، چې ښه نتیجه په کې تاجکي او کورمکي ممپلي ورکوي، چې اخېستونکي هم زیات لري.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې مُمپلي د ننګرهار په حصارک، بهسود، کامه، شېرازد، هسکه مېنه، کوز کونړ، بټي کوټ، سپین غر، سره رود، پچیراګام، او دغه راز د لغمان په قرغیو، مرکز مهترلام او الیشنګ ولسوالیو کې ممپلي کرل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام