که څه هم دې وروستیو کې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی، خو د سیمې یوشمېر هېوادونه لاهم افغانستان کې د ترهګرۍ شتون څخه اندېښنه ښيي.
د دغو اندېښنو پر دوام د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې مرستیال روسلان سیسمبایف د شانګهای همکاریو سازمان غونډه کې ویلي، افغانستان کې د داعش خراسان څانګه د ځواکمنیدو په حال کې ده.
هغه زیاته کړې چې داعش ډله افغانستان کې د خپلو جنګیالیو شمېر له ۵۰۰ څخه ۶ زرو ته لوړ کړی او دا وضعیت د سیمې هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ رامنځته کولای شي.
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې د مرستیال دغه ادعا ردوي او وایي، له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته کوم ګواښ نشته.
هغه په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «وضعیت د ا.ا تر کنټرول لاندې دی او تر بل هر وخت افغانستان کې امنیت دی او افغان خاوره امن ده، نو په دې اړه چې کومې څرګندونې کېږي، د ناسمو معلوماتو له امله دی او اسناد او شواهد نشته.»
د قزاقستان د ملي امنیت د کمېټې مرستیال همدارنګه ویلي، افغانستان کې ترهګري به د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو اقتصادي پروژو پر وړاندې خنډ رامنځته کړي.
په همدې حال کې د چارو یوشمېر کارپوهان وایي، د اسلامي امارت جدي ایډیالوژیکي اقدامات او د القاعدې په څېر ځینو ډلو سره یې پخوانۍ اړیکې د دې لامل شوي چې دغه هیوادونه افغانستان کې د ترهګرو ډلو د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت پر څرګندونو باور ونه کړي.
د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وویل: «ځینې هېوادونه چې اندېښنه لري، د ا.ا د فکر په اړه دی، د ا.ا حکومت د نجونو زدهکړو او د ښځو کار حق نه ورکړې او دې ورته نورو پرېکړو له اندېښنه لري او ورته پیدا کېږي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې ده چې د «CNN» خبري شبکې د امریکا د دوو جګپوړو استخباراتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې افغانستان کې د القاعدې د بیا فعالېدو امکان نشته.