Asset 1SWN

سلام وطندار

د ګردېز او زرمت ترمنځ د غځېدلي سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

پکتیا

د پکتیا مرکز ګردېز ښار او د دغه ولایت د زرمت ولسوالي ترمنځ د غځیدلي سړک د رغونې چارې نن شنبه د وږي ۱۸مه پیل شوې.

دغه سړک چې شل کیلومټره اوږدوالی لري، د رغونې چارو ټول لګښت یې د ټولګټو چارو وزارت له لورې ورکول کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ټولګټو چارو وزارت مسلکي او تخنيکي مرستیال عبدالکریم فاتح د ياد سړک د چارو پيل په اړه جوړو شویو مراسمو ته وويل چې د دغه سړک د لومړي لاټ چارې به له ژمي مخکې بشپړې شي.

نوموړي وویل: «د کيفيت په تړاو يې موږ ډاډ ورکوو، ځکه موږ پرته د وزارت له انجینیرانو په نورو هغو يې هم ګورو، نو انشا الله کيفيت به يې ښه وي. البته يو شرط چې پکې دی، هغه بايد ولس په‌کې همکاري وکړي. هغه د وزن کنترول دی، ځکه يو شی چې د کوم وزن لپاره جوړ شوی وي، نو که له حد زیات وزن په بار شي، هغه ماتيږي که څه هم موږ په دې برخه کې جدي قدم پورته کړی خو بيا هم بايد مټروانان او خلک يې بايد ساتنې ته پام وکړي.»

په ورته وخت د سړک قرار دادي شرکت مسولان وايي، ياد سړک پنځه کيلومتره چارې یې د جمهوريت پر مهال بشپړې شوې وې او د پاتې پنځلس کيلومتره چارې يې نن ورځ پيل شوې.

د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د یاد سړک د لس کیلومټره لومړي لاټ قرارداد په ۳۳۵ میلیونه افغانۍ ورکړل شوی او د دویم لاټ قرارداد چې لس کيلومتره کېږي، ارزښت یې ۳۳۷ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

د پکتیا مرکز ګردېز ښار او د دغه ولایت د زرمت ولسوالي ترمنځ د غځیدلي سړک د پنځه کیلومټره سړک چارې به تر راتلونکې ژمي بشپړې او پاتې لس کیلومټره به له ژمي وروسته پیل کړي.

د دې سړک اوږدوالی شل کيلومتره دی او د سړک پلن‌والی نهه متره دی. همداراز ۶۶ لوی او کوچني پلونه او ۱۱۵۰ متره استنادي ديوالونه هم په‌کې شامل دي. د ټولګټو چارو مسلکي مرستیال زیاته کړه چې ډېر ژر به د زرمت له ولسوالي څخه د پکتيکا پر لور د ۲۳ کيلومتره سړک چارې پيل کړي.

د هغه په وینا، د دغه ۲۳ کيلومتره سړک قرارداد هم په دوو لاټونو کې ورکړل شوی چې د يو کان د استخراج په مقابل کې به جوړ شي. په ورته وخت کې د زرمت ولسوالي اوسېدونکي د سړک د جوړېدو چارو په پيل خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې د سړک د چارو کيفيت ته بايد پام وشي.

د دوی په وینا، د سړک له جوړېدو وروسته دې د سړک ساتنې لپاره سر له اوسه د لويو موټرو د وزن د کنترول غم وخوړل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتيا يوشمېر اوسېدونکي بيا له سرپرست حکومت غواړي چې له مرکز ګردېز څخه د ياد ولايت‌ تر ډنډپټان او د جانيخيلو ولسوالي پورې د غځېدلو سړکونو د جوړېدو چارې دې هم پيل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام