د لوګر چارواکي وايي چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالي کې د «میتال ماینګ» کمپنۍ له لوري د شاوخوا ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کرومایټ ډبرو د پروسس کارخونه جوړېږي.
ټاکل شوې چې دغه فابریکه د کانونو او پټرولیم وزارت په همغږي د راتلونکو درېوو میاشتو په ترڅ کې جوړه شي.
د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست رییس نقیبالله فرقاني سلاموطندار ته وویل، د کرومایټ ډبرو دغه فابریکه په ۱۱۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړېږي چې په ورځ کې به د ۴۰۰ ټنه کرومایټ ډبرو د پروسس ظرفیت ولري.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې محمداغې ولسوالي کې د یادې فابریکې له فعالیت سره سم به سلګونه وزګارو کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.
بلخوا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د یادې فابریکې بنسټ ډبرې کېښودو مراسمو ته وویل، اړتیا نشته چې د لوګر کرومایټ ډبرې دې د پروسس لپاره نورو هېوادونو او ولایتونو ته ولېږدول شي.
هغه زیاته کړه چې د دغې فابریکې له فعالیت سره به وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره او دولت ته به هر کال سلګونه میلیونه افغانۍ عواید ټول شي. د ستانکزي په وینا، سرپرست حکومت هڅه کوي چې له ولس سره شوې ژمنې عملي او د هېواد بیارغونې او اقتصادي پراختیا برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
باید وویل شي چې «میتال ماینګ» شرکت میاشت وړاندې د محمداغې ولسوالي د کرومایټ د ۳۰ کېلومټره ساحې قرارداد ترلاسه کړی او د کرومایټ پر استخراج بوخت دی.